د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

یوه ناسم قضاوت ته ځواب:

1 دلو 1398

‎ نن په ټولنیزو رسنیو کې په دغه عنوان «په کابل ژوبڼ کې زمریان مناسب ژوند نه لري» لیکنې او د سوریې، فلسطین یا کوم بل ځای د جګړې په حالت کې هېواد د ژوبڼ انځور ورسره لاس پر لاس کېږي، چې هغه انځور یې د کابل ژوبڼ زمریانو ته د مسوولانو د نه پاملرنې له امله منسوب کړی. له دې امله باید په دې اړه رسمي ځواب یا پرېکړه وکړو، هغو دوستانو ته په ځواب کې چې دغه لیکنه لاس پر لاس کوي وایو، چې دا موضوعات حقیقت نه لري، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دغه بنسټ د ټولو برخو اغېزمن او کارنده مدیریت پر غاړه لري، دغه بنسټ د ښار د زیاتو ستونزو پر حل سربېره د کابل ژوبڼ چې د کابل ښار ستر تفریحي ځای دی، ساتنه، څارنه او بشپړ مدیریت کوي. د کابل ژوبڼ د زمریانو حالت غوره او مناسب دی او د دغه ژوبڼ مسوولان دوامداره پاملرنه ورته کوي. د زمریانو نوي او وروستي انځورونه له دغه متن سره ضمیمه شوي دي.‎