د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ګرانو ښاریانو! د ژمي او واورې اوریدلو موسم دئ.

2 دلو 1398

واوره یو الهي نعمت دئ، د دغه الهي نعمت په ارزښت ځانونه پوه کړۍ

هغه ټکي ته، چې تاسې باید د ژمي په دې موسم کې په پام کې ونیسۍ، هغه دا چې هڅه وکړۍ ترڅو دخپلو بامونو او انګړ ټوله شوې واوره په خاورین ځاې کې واچوۍ، ځکه دغه شان د واورو د اوبو د جذب توان لري او دغه کار د ځمکې لاندې اوبو په ډیرولوکې مرسته کوي. په سړکونو، پلولارو او ویالوکې د واورو له اچولو ډډه وکړۍ، ځکه ستاسو دغه کار له یوې خوا د سړکونو، پلو لارو او ویالو د بندیدو لامل کیږي او بل لوري ته د ښاریانو په وړندې ستونزې او خنډونه را برسیره کیږي، که نه نو له سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي. هڅه وکړۍ کومه واوره چې تاسوېې زیرمه کوۍ هغه باید پاکه وي. هر ښاري ته په کار ده، چې د کوچنیو ښاري مسایلو په وړاندې بې توپیره پاتې نه شي، ځکه دغه کوچني مسایل د څاڅکو په شان یو بل سره اړیکې لري، چې له یوځاې کیدو څخه ېې یو لوې سیند جوړیږي. (دښار جوړولو د قانون د اتلسمې مادې له مخې به، له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.)