د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهوررئیس غني د ملي بحث ګډونوالو ته په خطاب کې: ستاسو غږ رسا، صریح او شفاف دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د دریمې او څوارلسمې ناحیو او پغمان ولسوالۍ اوسېدونکو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.

په دغه کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې خواني همت، مولوي فیض احمد، زهرا خوارزمي، محمدعمر، قاضي عبدالبشیر فضلي او پوهاند احمدضیا نېکبین د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال مخامخ د ولس د ستونزو د اورېدو له امله د جمهوررئیس مننه وکړه.

یادو ویناوالو د امنیت، زورواکانو، غصب، بې بندوباره افرادو، غیرمسوولو وسله والو، معارف، روغتیا، برېښنا، څښاک اوبو، وزګارتیا، ښاري ټرانسپورټ، د انټرنیټ د لوړې بیې، د علماو د مصئونیت، د جوماتونو د رسمي کولو، علماو ته په سوله کې د رول ورکولو، معتادینو، د ښځو لپاره د ورزشي سټډیوم، کاري فرصتونو او زمینو، د ژوند چاپیریال، لوړپوړو ودانیو، فقر، د اوبو د مدیریت، د جرمونو او غلاوو د مخنیوي او د سل بستریز روغتون جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه او حل لارې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس غني له یادو ویناوالو څخه د ولس د ستونزو او غوښتنو د مطرح کولو له امله مننه وکړه او وې ویل، ستاسو غږ رسا، صریح او شفاف دی. ماته د ضایع شویو فرصتونو میراث راپاتې دی، مګر موږ به ستاسو غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو ته د شته امکاناتو په رڼا کې رسیدګي وکړو. ستاسو نظریات به په برنامو بدل او د لویې جرګې خېمې تالار کې کابل ښاریانو سره جوړېدونکې لویه غونډه کې به یې له تاسو سره شریک کړم.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، کابل کې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ اعتماد باید زیات شي. د کابل اوسنی امنیتي وضعیت د منلو وړ نه دی، د بدلون او ښه والي لپاره یې باید جدي اقدامات وشي. کابل فضا به له ټولو زورواکانو خالي کېږي، دا ښار مالک لري او مالکان یې د کابل ښاریان دي.

جمهوررئیس غني د کابل امنیه قومندان ته لارښوونه وکړه، چې د ښځو د مصئونیت ترڅنګ دې د نشه یي توکو د خرڅلاو او کاروبار د مخنیوي په موخه د سراسري عملیاتو تیاری ونیسي. هغه زیاته کړه، د غاصبانو نوملړ به خپرېږي، دوی به ممنوع الخروج اعلانېږي او غصب شوي ملکیتونه به ورڅخه اخیستل کېږي.

جمهوررئیس وویل، د اوبو مدیریت ته درې سوه میلیون ډالره ځانګړي شوي، د شاه توت بند جوړولو او د پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو راوستلو سره به د کابل ښار د اوبو ستونزه په اساسي توګه حل شي. هغه زیاته کړه، برېښنا شرکت دې د برېښنا په برخه کې د شته فساد او ستونزو مخنیوي وکړي او د برېښنا بیلونه دې میاشتني کړي.

محمداشرف غني وویل، د پوهنې اساسي، غیرسیاسي او مسلکي وزارت غواړم. وزیران، معینان او رئیسان د خلکو خادمان دي، که موثر او ګټور وو، تقدیر به شي او که د خلکو نارضایتي دوام درلود، نو له دندو به لیرې شي. هغه زیاته کړه، اصل محور باید ښوونځی، ښوونکی او زده کوونکی وي.

جمهوررئیس غني وویل، د معارف ستونزې په اساسي توګه حلېږي. د انټرنټ بیې کمېږي. تحصیلي بورسونو کې باید شفافیت راشي. د ترانسپورټ په برخه کې د ښځو ستونزې باید حل شي. د پغمان د بالاباغ تاریخي ماڼیو په څېر زنانه باغ او عمومي باغ هم رغاول کېږي او د تېر په څېر به د هیوادوالو لپاره د تفریح پرځای او شنه ساحه بدل شي.

جمهوررئیس کابل والي او ښاروال ته لارښوونه وکړه، چې د خلکو د همکارۍ، همغږۍ، مشترکې ژبې پیدا کولو او د دوی ستونزو ته پر وخت د رسیدګي لپاره دې د ناحیو او ګذر وکیلانو سره په ځانګړې ناسته کې یو منظم او شفاف میکانیزم رامنځته کړي.