د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ په کابل ښاروالۍ کې ونمانځل شوه

21 حوت 1398

کابل ښاروالۍ د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې د ښځونړیواله ورځ ونمانځله. په هغې نمانځغونډه کې چې له همدې امله د کابل ښاروالۍ په تالارکې جوړه شوې وه، کابل ښاروال پوهنیاراحمدذکي سرفراز، د کابل ښاروالۍ مرستیالانو، دمرکزي ادارو او ناحیوځني رییسانو او ښځینه کارکوونکو ګډون کړی وو.په غونډه کې کابل ښاروال د ښځو دنړیوالۍ ورځې په مناسبت د خپلې وینا په ترڅ کې، ښځو ته مبارکي ورکړه او وویل: زموږ دهیواد په تاریخ کې ښځې د درناوي وړ او په دیني، ټولنیزو او اخلاقي برخوکې د لوړمقام درلودونکې دي. د کابل ښاورالۍ مشرتابه پلاوي په نه ستړی کیدونکو هلوځلوسره، په دي دې بریالي شوي ترڅو ښځوته په رهبري، مدیریتي او خدماتي برخوکې کاري شرایط برابرکړي ترڅوښځې وکولای شي د نارینه وو ترڅنګ، دخپلې ټولنې د آبادۍ او ښاریانوته دښو خدمتونود وړاندې کولوجوګه شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوې ژمن دې ترڅوښځوته اقتصادي او کارموندنې شرایط برابرکړي او دوی ته په فردي اوټولنیزو برخوکې مصوونیت رامنځته شي. همدا راز کابل ښاروال وویل چې، موږ ډیرې برنامې لرو او غواړو چې ښځې د هغو په پلي کولو مثبت رول ولوبوي ځکه ښځې په خپل سلیقوي فکرسره کولای شي د کورنۍ له مدیریت سربیره، په لویو ښاري پریکړوکې برخه ولري. کابل ښاورال وویل: دښځو مقام ته د درناوي او دهغوې د کاراو بار د ښې ودې په موخه، په پام کې ده چې، په راتلونکې کال کې دکابل ښار په کچه مارکیټونه جوړشي. د غونډې په پاې کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي له خوا ښځینه کارکوونکوته سوغاتونه ورکړل شول