د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوي کال په رارسېدو سره د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز پېغام

د کابل ښار درنو او معززو ښاریانو! تاسو قدرمنو ښاریانو ته د نوروز او ۱۳۹۹ هـ ل کال د رارسېدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم. پسرلی او نوی کال د لویو امېدونو او لوړو ګامونو سره زمونږ لورې ته د حرکت په حال کې دی او مونږ ته د نویو خوشحالیو د پیل زیری راکوي. مګر په ورته وخت کې مونږ په داسې حال کې د سپرلي لمانځنه کوو چې د کرونا ویروس د نورو هیوادونو په څېر زمونږ په هیواد کې هم د خپرېدو په حال کې دی. چې دا ویروس مونږ اړباسي تر څو خپله فردي او چاپېریالي حفظ الصحه وساتو او پرېنږدو چې زمونږ روغتیا وګواښي. کابل ښاروالۍ په ښار کې د ښاریانو لپاره د پاکوالي اغېزناکو کارونو تر څنګ پېغامونه، شعارونه، معلومات ترتیب او د برېښنایي کانالونو او پامیر نشریې له لارې ښاریانو ته وړاندې کړي چې دغه سپارښتنې پلي کول د کرونا وېروس د خپرېدو په اغېزناکه مخنیوی کې مهمه وقایوي ونډه درلودلای شي.زه د کابل ښاروال د خلکو د خدمت کوونکي په توګه ستاسو له درنو ښاریانو څخه هیله لرم چې د نیالګیو کېنولو زړه راښکونکي مراسمو د ژوندي ساتلو لپاره د نیالګیو کېنولو، پروژو او پلانونو چې په نوي کال کې پلي کېږي، خپله همکاري ونه سپموئ. تر څو په ګډه سره خپل ښار د سپرلي غوندې ښایسته زرغون او اباد کړو. د لوی خدای ج له دربار څخه د ۱۳۹۹هـ ل کال تاسو ته د سوکالۍ، سولې او له ارامۍ ډک کال غواړم.

زنده باد افغانستان

ژوندی دی وی افغانستان

یشسین افغانستان

نوروز او نوی کال مو مبارک شه