د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر کمپنۍ پله د چهاردهي او پغمان شهیدانو څلورلارې (کمپنۍ څلورلارې) سړک پر فرعي خطونو کار پیل شو

27 ثور 1399

د دغه سړک د ساختمان کار چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت عمومي ریاست له لوري پر مخ ځي، د یخنۍ موسم له امله درول شوی و، اوس بیا پیل شو، سور یې ۶۰ متره او په څلورو خطونو کې جوړېږې، چې د سړک د غاړې ویالې او د یوه معیاري سړک ټول جزیات پکې شامل دي. په تېر کال کې يې د منځنیو خطونو کار بشپړ او قیر ورباندې واچول شول. اوس یې د جدولونو او د فرعي خطونو د لانديني ساختمان کار دوام لري، چې د سړک په امتداد استنادي دیوالونه پکې شامل دي دغه سړک د کابل ښار په لودیځ زون کې یو مهم سړک دی او د خپل ځانګړي موقعیت له امله خورا اقتصادي اهمیت لري، چې په جوړېدو به یې د سړکونو د ترافیکو په برخه کې د ستونزو پر حل سربېره د اړوندو ساحو تجارتي مرکزونو او د کابل لودیځو ګاونډیو ولایتونو ته هم زیاتې اسانتیاوې چمتو کوي.