وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 5:32 ق-ظ
طلوع آفتاب 6:58 ق-ظ
اذان ظهر 12:30 ب-ظ
اذان عصر 3:20 ب-ظ
اذان مغرب 5:03 ب-ظ
اذان خفتن 6:20 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

روزنامه های کابل

دیدگاه شاروال کابل

کابل ښاروالي د یوې لویې خدماتي او خپلواکې ادارې په توګه هڅه کوي، څو کابل ښاریانو ته پر وخت او پرته له هیڅ ډول خنډ څخه غوره خدمتونه وړاندې کړي.
په دوامدار ډول په ورځنۍ توګه تر ۶۰ ملیونه ډیرو ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کول د یادې ادارې لویه او تلپاتې ویاړنه ده.
کابل ښار د افغانستان د پلازمینې په توګه د هیواد د ۳۴ ولایتونو د اوسیدونکو ګډ کور او استوګنځی دی، چې د کابل ښار ډیری اوسیدونکي کورنۍ او وګړي تشکیلوي او له بیلابیلو ولایتونو کابل ته د ژوند د دوام راغلي دي.
د یاد ښار ټول اوسیدونکي په بیلابیلو قومي، سمتي او مذهبي او فرهنګي توپیرونو سره په دې ښار کې ژوند کوي او اړینه ده ټول د یوه ځانګړي ښاري پرمختللي فرهنګ تر چتر لاندې ژوند وکړي.
له دې کبله اړینه ده د پرمختیا په حال کې د دې ښار هر یو وګړی د یوه ځانګړي ښاري فرهنګ تر چتر لاندې خپل ژوند او کړنې برابرې کړي،چې کابل ښاروالۍ په دې برخه کې یو شمیر ګامونه اخیستي دي، څو په کابل ښار کې ښاري فرهنګ دود کړي.
کابل ښاروالي د خپل مدبرانه او هوښیارانه مدیریت له مخې د کابل ښاري چوکاټ ( ماسټر پلان) له مخې لاندې فعالیتونه تر لاس لاندې لري:
۱- د اصلاحاتو او غوره حکومتوالۍ په برخه کې د یادې ادارې په تشکیل بنسټیز کارونه ترسره شوي دي او اوسنیو اړتیاو ته په کتو د یادې تشکیل بیا کتل شوی او بشپړ شوی دی او دغه راز د منظورۍ په موخه د ا.ا.ا د ریاست الوزرا لوړ پوړو چارواکو ته استول شوی دی. د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې او پیژندلو په برخه کې بنسټیز کارونه تر لاس لاندې دي، څو کابل ښاروالي په یوه مډرنه او د ښاریانو د خوښې په یوه خادمه اداره بدله شي.
۲- د زیربناو جوړولو په ځانګړې توګه د سړکونو د ساختمان، کانالونو، استنادي دیوالونو، پارکونو او ورته نورو زیربناو په برخه کې بنسټیز کارونه تر لاس لاندې دي، چې په راتلونکي کار کې به یې د پلي کیدو شاهدان و اوسو، څو کابل ښار غوره پراختیا وکړي.
په روان کال کې لسګونه د سړک جوړونې پروژې بشپړې شوې دي او یو شمیر یې لاهم دوام لري. له نیکه مرغه تر ۱۰۰ کیلو متره ډیر اصلي او فرعي سړکونو د کابل ښار په کچه برابرې پراختیا ته په کتو جوړ شوي دي، چې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې به ګټور ثابت شي.
۳- د سړکونو د شکو جوړول: دا چې سړکونه د ښاریانو اصلي سوداګریز رګونه شمیر کیږي، د زون په کچه نوي لوی او کوچني سړکونه جوړو چې، ډیزاینونه یې برابر دي، په ځانګړې توګه د د کابل شمال او کابل ختیځ سړکونه په تدارکاتي پړاو کې دي او دغه راز د کابل جنوب سړک د پاتې برخې د رغولو لپاره هم زمینه برابره شوې ده، چې کارونه یې د پرمختګ په حال کې دي . ورته مهال د کابل جنوب سړک د اقتصادي دهلیز تفصیلي پلان هم د طراحۍ په حال کې دی.
۴- په تنظیفي برخه کې کابل ښاروالۍ د مایع او جامدو کثافاتو د مدیریت او لیږد، د ځمکې د سر اوبو د مدیریت، د ترانسفرمیشن د رامنځته کولو او د کثافاتو د خښولو په برخه کې بنسټیز کارونه تر لاس لاندې نیولي ، چې په پلي کیدو سره به یې ډیر شمیر کاري بوختیاوې رامنځته شي او د دې سربیره به له دې اړخه د کابل ښاروالۍ مصارف هم کم شي.
اوس مهال ۴۰ خصوصي تنظیفي شرکتونه له دې ادارې سره د کور په کور کثافاتو ټولولو او لیږد په برخه کې همکار دي او کثافات د تنظیف ریاست ترانسفریشن ته لیږدوي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست په ورځني ډول له ۱۸۰۰ ټنه ډیر کثافات د ښار له بیلابیلو برخو راټولوي، خو په ورځني ډول په کابل ښار کې هره ورځ له ۲۸۰۰ ټنه ډیر کثافات تولید کیږي چې په بیلابیلو نورو وختونو کې پاتې کثافات هم راټولیږي.
۵- د نیالګیو کینولو په برخه کې تر بل هر کال، په روان کال کې ډیر نیالیګي کینول شوي دي، څو ښار د زرغونتیا له اړخه هم غوره پرمختګ وکړي.
په وروستیو دوه کلونو کې ۲۸ پارکونه او زرغونې سیمې د کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شوي دي، چې په دې توګه د هوا د ککړتیا کمولو او د تفریحي ځایونو په ډیریدو کې غوره بدلون راغلی دی.
دغه راز د ۱۴ نورو پارکونو د رغونې او بیارغونې په موخه کارونه ترلاس لاندې دي.
په همدې توګه د ونو، نیالګیو ، ګلبوټو او چمن د خړوب په برخه کې بنسټیز پلانونه جوړ شوي دي، چې په دې کال کې به پلي شي. کابل ښاروالي دغه راز د تفریحي پارکونو د ودانیو جوړولو په برخه کې هم پلانونه لري، څو وکولای شي د ښاریانو د کورنیو لپاره غوره مصئون تفریحي ځایونه رامنځته کړي.
۶- د چاپیریال ساتنې برخه د کابل ښاروالۍ یوه بله د پام وړ برخه ده، چې یاده اداره ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په خپلو ټولو فعالیتونو او پلانونو کې یې چاپیریال ساتنه لومړیتوب ګڼل، له دې ډلې د چاپیریالي روغتیا له اړخه د عامه ځایونو څارنه، د بې کیفیته او تیر وخته توکو کنټرول، په عمومي ځایونو کې د مضره حشراتو د محوه کولو په موخه د دوا پاشل او یو شمیر نور کارونه د چاپیریال ساتنې په برخه کې ترسره کړي دي، چې ګټور تمام شوي دي.
په همدې توګه د بې کیفیته سون توکو له کارولو څخه د مخنیوي په برخه کې له حمامونو،نانوایانو او نور ورته ځایونو څارنې ترسره شوې دي.
۷- د ښاري ترافیکو او ترانسپورت برخې د وضعیت غوره کیدو په موخه هم ګټور چارې ترسره او تر لاس لاندې دي، لکه: حالت ته په کتو د ښاري سړکونو د بیلولو په موخه ثبت او راجستر،د سړکونو سروې او ډیزاین، د فرعي او اصلي سړکونو رغول، په تیږو د پلو لارو جوړول، د سړکونو بیارغونه، د پلونو رغول، د ترافیکي نښو اخیستل او نصب، د تم ځایونو جوړول، د لاسي توکو پلورونکو تنظیم، په واټونو کرښې ایستل او د ترافیکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یوه واحد مرکز رامنځته کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوبونه دي چې د ځانګړې پاملرنې له مخې په دې برخه کې پلانونه او پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
۸- عواید د کابل ښاروالۍ بنسټیز او د سر کار ګڼل کیږي، د عوایدو راټولول په خدمتونو وړاندې کولو نیغ اغیز کوي. له دې کبله کابل ښاروالي د عوایدو راټولولو په برخه کې جدي کار کوي، څو له ټولو سرچینو عواید راټول او په مقابل کې یې ښاریانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي