د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مسئولانو د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د پرمختیايي ودې او خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات وړاندې کړل!

معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي په موخه د کابل ښاروالۍ مسئولانو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو،پرمختیايي ودې او ښاري خدمتونو په اړوند له خلکو او رسنیو سره معلومات شریک کړل. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال څیړنوال محمد فاضل شریفي په وینا کابل ښاروالۍ په شپږ میاشتو کې ۲ میلیارډه او ۳۴۰ میلیونه افغانۍ د عوایدو، ۱۵۰ میلیونه افغانۍ د صفایي پورونو او ۹ میلیون افغانۍ د تبلیغاتي شرکتونو د پورونو له لارې څخه، تر لاسه کړي دي.   ښاغلي شریفي زیاته کړه چې،۲۲۰ زره متر مربع سپینه ځمکه او ۴۱ واړه پارکونه، له غاصبینو نه راګرځول شوي دي.  د هغه په وینا ۱۰۲۰۰ کپې او غرفې او د اصنافو او هټیوالو د ملکیتونو مخې ته ۱۴ زره راوتلي ځایونه لرې شوي او د ۱۱۰ کیلومتره سړکونو او پیاده رونو له مسیر څخه کانکرېټي خنډونه هم لمنځه وړل شوي دي. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څرګنده کړه، چې د ترانسپورټي زېربناوو د ساتنې او مراقبت په برخه کې شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره سړکونه سروې او ډیزاین شوي او په کابل ښار کې پر ۱۹۸۲۹ متره پلې لارې په تیږو فرش شوې دي.   د کابل ښاروالۍ په تېرو شپږ میاشتو کې د کابل ښار له سطحې نه په ټولیز ډول ۲۲۵ زره ټنه جامد کثافات او ۱۸ زره متر مکعب د ویالو اوبه راټولې او انتقال کړي دي.    د څه باندې ۲۲۰۰ تولیدوونکو اصنافو کنترول او د ۴۰ زره کیلوګرامه له تاریخ تېرو خوراکي توکو او الکولي مشروباتو راټولول، د چاپیریالي روغتیا برخه کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه دي.