د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ لپاره نوی ښاروال وټاکل شو او په دنده یې پیل وکړ

27 میزان 1400

د ا.ا.ا د رئیس الوزرا د فرمان له مخې مولوي عبدالرشید په خارج رتبه بست کې د کابل د نوي ښاروال په توګه وګمارل شو او نن د چارو ادارې د رئیس شیخ نورالحق له لوري د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې چې په کابل ښاروالۍ کې جوړ شوي وو شیخ نورالحق په خپلو خبرو کې وویل چې نوی ښاروال به د اصلاحاتو او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې غوره بدلون راولي او د کابل ښاریانو لپاره به د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې غوره تمام شي. ورپسې د کابل نوي ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ له مرستیال مولوي حمدالله نعماني له کړنو چې په تیرو دوه میاشتو کې یې ترسره کړې دي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې نوموړي په تیرو دوه میاشتو کې پرته له ځنډ کابل ښاریانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړې دي. نوموړي د کابل ښاروالۍ او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې خلکو او همکارانو ته ډاډ ورکړ. نوي ښاروال په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې موږ به معیارونو ته په کتو چوپړتیاوې وړاندې کوو او له ښاریانو سره په ګډه به ښاري ستونزو ته رسیدنه کوو. د یادونې وړ ده چې مولوي عبدالرشید په اسلامي علومو کې د لوړو زدکړو درلودلو سرییره په مدیریتي برخه کې کافي تجربه لري او په ا.ا کې یې د یوه مجاهد په توګه خپله ایماني او وجداني دنده ادا کړې ده.