د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه په بیلابیلو برخو کې د اوبو د ویالو په پاکولو کار دوام لري

14 قوس 1400

د کابل ښاروالۍ تنظیفي پرسونل، په دې ورځو کې د یو شمیر بې پروا او ناغیړه ښاریانو له لوري د اوبو په ویالو کې د کثافاتو غورځولو له امله د یادو ویالو په پاکولو بوخت دي. د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د وزیر اباد کانال په پاکولو چې یو شمیر ښاریانو پرې په بیلابیلو بهانو او ناقانونه توګه پلونه او نور تاسیسات جوړ کړي دي او د دوی دا کار د یاد کانال د بندیدو سبب ګرځيدلي دي، د څلورمې ناحیې د مسئولانو له لوري ورته رسیدنه کیږي او د یاد کانال په پاکولو کار روان دی. د کابل ښاروالۍ زیارکښ پرسونلو د کابل ښار د ډیر شمیر مسیرونو د اوبو ویالې او کانالونه له کثافاتو پاک کړي دي او لا هم د یو شمیر نورو په پاکولو کار روان دی. د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ په پلان کې د ۵۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول شامل دي ، چې په وروستیو کې د ۲۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي یې له کثافاتو پاک شوي او په نورو کار روان دی