د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د پلټنو ریاست آماده دی څو د یادې ادارې د مسئولانو له کړنو څارنه وکړي

4 دلو 1400

د کابل ښاروالۍ د داخلي پلټنو ریاست آماده دی څو د یادې ادارې له بیلابیلو څانګو څارنه وکړي او د داخلي پلټنو د رئیس مولوي عبدالحنان حقاني تر مشرۍ لاندې په ریښتنې توګه کابل ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي. د یاد ریاست رئیس مولوي حقاني وویل چې د شفافیت رامنځته کولو، ځواب ویلو او د ښاریانو عریضو ته پر وخت رسیدنه کې خدمت کولو ته تیار دي او داسې لارې چارې یې تر لاس لاندې نیولې دي، چې پر بنسټ به یې د مسئولانو کړنې غښتلې او له بل لوري د ښاریانو رضایت ترلاسه شي. که چیرته د ښاریانو عریضو ته په وخت رسیدنه وشي او یایې په بیلابیلو بهانو کارونه وځنډوي، ښاریان کولای شي خپل شکایت یاد ریاست ته وړاندې کړي. نوموړي وویل چې تر اوسه یې د لسګونه جریبه ځمکې د غصب، ودانیزو سرغړونو، کم کارۍ او وظیفوي غفلت په اړه شکایتونه ترلاسه کړي چې ډیر ژر به ورته رسیدنه او په اړه به یې اقدام وشي.