د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ د دوه ویشت ګونو ناحیو له عالمانو او ګذر وکیلانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

5 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي سید عصمت الله عاصم او د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د دویشت ګونو ناحیو له ګذر وکیلانو او عالمانو سره په غونډه کې د اختر په ورځو کې د ښاري نظافت په پام کې نیولو او په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو په اړه بحث او خبرې وکړې. د کابل ښاروالۍ رهبرۍ له زلزله ځپلو هیوادوالو سره د همدردۍ شریکولو ترڅنګ، د مرستو په راټولولو کې پر ډیرې همغږۍ ټینګار وکړ. په غونډه کې د قربانیو له امله د رامنځته کیدونکو کثافاتو لپاره د موقت غونډځایونو ټاکلو په اړه وضاحت ورکړل شو. دا چې ګذر وکیلان د ښار استازي دي؛ باید د خپلو سیمو اوسیدونکو ته په ټاکلو ځایونو کې د کثافاتو غورځولو سپارښتنه وکړي. په غونډه کې ټینګار وشو څو خلک له ګذر وکیلانو او عالمانو سره په همغږۍ خپل مسئولیتونه ادا کړي. ګذر وکیلانو په غونډه کې خپلې ستونزې له مسئولانو سره شریکې کړې او د کثافاتو په لیږد او راغونډولو کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه. ګذر وکیلانو له زلزله ځپلو هیوادوالو سره د مرستو په راټولولو کې هم د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.