د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحيه کې د آزادۍ جام تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ پيل شوې!

3 میزان 1401

8959.jpg (1820 × 1024)

د آزادۍ جام  لوبې، په ټولنیزو او کلتوري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د پنځلسمې ناحیې د رئیس عبدالبصیر خلیلي اخندزاده ، د کابل ښاروالۍ د یو شمیر مسئولانو او د فوټبال ټیمونو د لوبغاړو په ګډون ،د پنځلسمې ناحیې اړوند په ګلوبل سپورټي لوبغالي کې  پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبروکې د لوبغاړو د هڅونې ترڅنګ دا هم وویل چې، زموږ ځوانان په لوبو کولو سره کولای شي روغ او سالم و اوسي او دغه راز د هیواد په آبادۍ کې رغنده رول ولوبوي. نوموړي وویل: سالم عقل په روغ بدن کې دی او  لوبې داسې بوختیا ده چې انسان له تمبلۍ ژرغوري او دوی په هره برخه کې له لوبغاړو او لوبو ملاتړ کوي. په یادو لوبو کې د پنځلسمې ناحیې اړوند د ( اتحاد ځوانانو، امید درخشان، د آزادۍ ځوانان، یاران فرید، اتحاد افغان، د پوهنتون د ځوانانو ، خورشید سحر، یاران نوید، بالا شهر، او پاس ) د فوټبال ټیمونه ګډون لري چې غوره ټیمونو ته یو شمیر ډالۍ په پام کې نیول شوې دي.