د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مرنجان غونډۍ په سر د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پیل شوې!

4 میزان 1401

8961.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د مرنجان غونډۍ په سر د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل والي شیخ ندا محمد او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري پیل شوې. کا lبل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل چې، مرنجان غونډۍ  به ډیر ژر په یوه غوره تفریحي سیمه بدله شي. د یاد تفریحي پارک د جوړولو په چارو کې یو جومات، کلینیک، د ځوانانو او ماشومانو لپاره سپورټي لوبغالي، میلمستونونه، د وسایطو پارکینګ، کانتین، اوږدې څوکۍ، سیوری ځای، کټارې، د زرغونو سیمو پراختیا، د اوبو تزئیني فوارې او یو شمېر نور تاسیسات شامل دي، چې په اساسي توګه به جوړ شي. د دې پارک په جوړیدو سره به ښاري ښکلا ډیره شي او ورسره به ښاریان د تفریح لپاره دې ځای ته راځي او څو شیبې به خوښې تیروي. دغه تاسیسات به د بیلابیلو ادارو له لوري د  کورني خصوصي سکټور په مرسته د یوه کال په موده کې جوړ او بشپړ شي. ددغه تفریحي پارک د جوړېدو چارې، د یوه جومات د بنسټ ډبرې په ایښودو سره د افغانستان د سوکالۍ او آبادۍ په هیله پیل شوې.