د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د ډبرو سکرو د ویش لړۍ پیل شوه

9 قوس 1401

9033.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د یادې ناحیې اړوند د شهید هنګرها او د تایمنیو پروژې د پنځم سړک څلورلارې ترمنځ د برېښنا جکشن ته څیرمه په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د ویش لړۍ پیل شوه. قراردادي شرکت به د کابل ښاروالۍ او کانونو او صنعت وزارت له مسئولانو سره په همغږۍ په منظمه توګه د اړتیا وړ د ډبرو سکاره یادې ناحیې ته ولیږدوي. د یادې ناحیې ښاریان کولای شي له پورته پتې خپل د اړتیا د ډبرو سکاره په (۹۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړي. د پنځلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس اسدالله کوهستاني د کابل ښاروالۍ دا نیک ګام وستایه او ویې ویل چې، مسئولان به له ګذر وکیلانو سره په همغږۍ له دې لړۍ څارنه کوي، څو مراجعینو ته غوره آسانتیاوې رامنځته شي. له احتکار څخه د مخنیوي او په ټاکل شوې بیه د ډبرو سکرو د پلور لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې او د پلي کېدو وړ ده چې وخت پر وخت به ترې څارنه کیږي. د یادونې وړ ده چې، په بېلابېلو ناحیو کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د پلور لپاره ځانګړي ځایونه ټاکل شوي دي او په دې اړه مخکې ښاریانو ته خبر ورکړل شوی دی. د هرې ناحیې ښاریان کولای شي اړوند پتې ته لاړ شي او خپل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره ترلاسه کړي.