د سهار آذان | 4:45 ق-ظ |
لمر راختل | 5:44 ق-ظ |
د ماسپښين آذان | 12:30 ب-ظ |
د مازديګر آذان | 4:1 ب-ظ |
د ماښام آذان | 5:45 ب-ظ |
د ماسختن اَذان | 7:8 ب-ظ |
1 دالر | 68,43 افغانی |
1 یورو | 77.77 افغانی |
1 درهم | 19.20 افغانی |
1 تومان | 1.140 افغانی |
1 کلدار | 244 افغانی |
1 هندی | 830.50 افغانی |
د کابل ښاروالۍ د عوایدو ۱۵۰ بستونو لپاره ازاده لکنیزه سیالۍ نن د تلې په ۱۷ نېټه په زرنګار پارک کې په کاملا شفافه توګه د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي نظیف الله قلندرزي تر څارنې لاندې واخیستل شوه.
ادامه ...کابل ښاروالۍ د کابل پولیسو په مرسته د ښاري نظم تطبیقي پلان چې پکې له پلو لارو او واټونو د خنډونو لرې کول، د لاسي توکو پلورونکو تنظیم او ګڼې ګوڼې کموالۍ شامل دي نن د یوه عملیاتي پروګرام په ترڅ کې د لومړی ناحیې اړوند له فروشګاه تر پامیر سینما عملي کړ.
ادامه ...کابل ښاروال د پنځمې ناحیې د ځوانانو له اجماع سره په لیدنه کې د کابل ښاروالۍ او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ روحیې پیاوړتیا او ښاري ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې وکړې.
ادامه ...د لومړي ځل لپاره د ګذر وکیلانو ټاکنې د یوه نوي ټاکنیز سیستم له مخې له شپږمې ناحیې پیل شوې. کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د ګذر وکیلانو ټاکنې د ټاکنو نوې مقررې له مخې په شفافه توګه له شپږمې ناحیې پیل کړې.
ادامه ...د دولسمې ناحیې اړوند احمدشاه بابا مینې په آتم بلاک کې د ښځینه پارک د رغونې چارې بشپړې او یکشنبه په ورځ د تلې میاشتې په ۱۳ نېټه د کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی او د یادې ناحیې د مشرانو او اوسیدونکو له لوري او
ادامه ...د کابل ښار ۱۹ ناحیې یو شمیر اوسیدونکو د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی کړنې د یوې غونډې په ترڅ کې د ارزیابۍ پایلو په اعلان ، د ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.
ادامه ...د ښاري ګڼې ګوڼې کمښت عملیاتي پلان تطبیق د اصنافو د فعالیتونو تنظیم په ځانګړې توګه په کراچیو کې د توکو پلورنکو او لاسي توکو پلورنکو چې په ښار کې د بې نظمۍ سبب شوي ، پرون د تلې په ۱۲ نېټه له لومړی ناحیې پیل شو.
ادامه ...د ښاري نظم د دوام په موخه د ښار له بیلابیلو ناحیو د غیر منظمو اعلانونو او اشتهاراتو د لرې کولو او ټولولو لړۍ له څه مودې راپدیخوا روانه ده.
ادامه ...کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د چهار شنبه په ورځ د تلې میاشتې په ۹ نېټه ښاري ستونزو ته د رسیدو په موخه د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو له مشرانو او اوسیدونکو سره بیل بیل وکتل او په یو شمیر د چاپیریال برخې او یو شمیر نورو موضوعاتو یې خبرې کړې.
ادامه ...کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د ښار په پنځو زونونو کې د فرهنګي مرکزونو جوړولو، د ښځینه تشنابونو او مارکیټونو جوړولو او د ښاري فرهنګ غني کولو په موخه له کابل ښاروالۍ د ملاتړ پروژې ( اروپايي ټولنې) له مسئولینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې اترې وکړې.
ادامه ...