د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هیواد اجراییه ریاست د کابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه

17 دلو 1396

د وزیرانو په شورا کې چي تیره ورځ د هیواد اجراییه رییس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري د وزیرانو شورا په نوي ودانۍ کې جوړه شوي وه، د کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنیار عبدالله حبیب زي له لوري د ترافیکو عمومی مدیریت د لومړی کال د کړنو راپور غونډي ته وړاندې شو. په پام کې ده چي د چمتو شویو کړنلارو په پلي کیدو سره به د پلازمیني ترانسپورتي سیستم کې ښه والی او د ښار په څیره کې مثبت بدلون رامنځته شي. د هیواد اجراییه رییس د کابل ښاروالۍ له لنډمهالو،منځ مهالو او اوږد مهالو پلانونو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: د کابل ښاروالۍ پلانونه هراړخیز دي،همداراز یې له دولتي بنسټونو غوښتنه وکړه چې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کیدو کې ورسره مرسته وکړي. د وزیرانو شورا غړو هم د کابل ښاروالۍ له پلانونو خوښي وښوده او خپل وړاندیزونه یې د ترافیکو او چاپیریال ساتني ښه والی په برخو کې غونډي ته وړاندي کړل