د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د تخنیکي او ساختماني چارو مرستیال انجینر محمد صدیق صاحبزي پېژندنه

انجنیر محمد صدیق صاحبزی د استاد ګل حسن صاحبزي زوی په ۱۳۵۸ هجیري لمریز کال کې د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې زیږېدلی دی . نوموړي د کابل پوهنتون د انجینرۍ د سیول څانګې څخه د لیسانس او د سویس یومپ پوهنتون څخه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي د ي.د عملي کار تر څنګ یې د پروژو د مدیریت په برخه کې تخصصي زده کړې ، د ټیمونو د رهبرۍ په برخه کې د هاروارد لخوا مدیریت شوی یو کلن کورس، او د سرکسازۍ په برخه کې د هندوستان د سرکونو د تحقیقاتو په مرکزي انسټیټیوټ کې تحقیقاتي زده کړې سر ته رسولي دي. نوموړي د تحصیلاتو او عملي کارونو تر څنګ د ساختماني چارو په برخه کې په ملي او بین ا لمللي تخصصي کورسونو کې ونډه اخیستې ده.ښاغلی صاحبزی د رسمي دندې تر څنګ د تحقیقاتي مراکزو سره همکار پاتې شوی دی.او د ملګرو ملتونو د ټریننګ او تحقیقاتو له دفتر سره د پروژو د پلانګذارۍ  او مدیریت په برخه کې د افتخاري ټرینر په حیث کار کوي.

هغه د کلیوالي سرکونو د ډیزاین په برخه کې مقالې او د انجینرانو لپاره لارښود هم لیکلی دی.

کاري تجربه:

انجینر صاحبزی په مختلفو ادارو او هیوادونو کې د ساختماني چارو مدیریت ۱۷ کلنه تجربه لري چې په دغه لړکې یې ۱۲ کاله د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو په دفترکی دنده ترسره کړی ده.

د یادونې وړ ده چې نوموړی د کابل ښارولۍ د کار ساتنې او بیا رغونې لوی رئیس، د افغانستان او جنوبي آسیا هیوادونو د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو په دفترکې دپروژو مدیریت او انجنیرۍ چارو مسؤلیت، د امریکا متحده ایالاتو د بین المللی کومکونو موسسې د ستراتیژیکو ولایتی سرکونو په پروګرام کې د انجنیرۍ څانګی مسؤل، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سرکونو په برنامه کې د انجنیرۍ او تخنیکي خدمتونو مسؤل پاتې شوی دی.

انجنیر صاحبزی پدې وروستیو کی د کابل دښاروالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالی مقام د منظورۍ پر اساس په حیث په دنده ګمارل شوی دی

کاری تجربه:

د ساختمانی چارو به مدیریت کی ۱۷ کاله تجربه یی په مختلفو اداراتو او مملکتونو کی لرلی ده چی ۱۲ کاله یی تنها د ملګرو ملتونو د پروژوی خدمتونو په دفترکی دنده ترسره کړی ده، د نمونی په ډول یی: د کابل ښارولی د کار، ساتنی او بیاروغونی لوی ریس، د ملګرو ملتونو د پروژوی خدمتونو په دفترکی د افغانستان او جنوبی آسیا هیوادونو کی دپروژه مدیریت او انجنیری چارو مسوولیت، د امریکا د متحده ایالاتو د بین المللی کومکونو د موسسی د ستراتیژکو ولایتی سرکونو په پروګرام کی د انجنیزی څانګی مسوول، د کلیو د بیارغونو او پراختیا وزارت د کلیوالی سرکونو په برنامه کی د انجنیری او تخنیکی خدمتونو مسوول یادولی شو.

انجنیر صاحبزی پدی وروستیو کی د کابل دښاروالی په وړاندیز او د جمهوری ریاست د عالی مقام د منظوری پر اساس د کابل ښاروالی د تخنیکی او ساختمانی چارود مرستیال په حیث په دنده ګمارل شوی دی.