د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.45 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یک پیسه ګي پله د بیارغونې چارې پیل شوې

11 جوزا 1402

9914.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د لومړۍ ناحیې اړوند د یک پیسه ګي پله د بیارغونې چارې پیل شوې. د پلونو او سړکونو د بیارغونې آمر شریف الله قادري وویل چې، د یاد پله یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو او د ډېر تګ او راتګ له امله ویجاړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد پله د بیارغونې په چارو کې، د پله کانګریټ چارې، د کټارو رنګول او د یو شمېر نورو برخو بیارغول شامل دي. یک پیسه ګي پل ۴۵ متره اوږدوالی او ۲.۷۵ متره سور لري او د کابل سیند پر سر یو له پخوانیو پلونو شمېرل کیږي چې، د مرادخانې او باغ علیمردان سیمې ښاریان د تګ راتګ په برخه کې ترې ګټه پورته کوي. د معلوماتو پر بنسټ یاد پُل شاوخوا درې پیړۍ وړاندې تاسیس شوی وو چې، اوس به په کلاسيک خو اساسي ډول جوړ شي