الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګڼي ګوڼي مخنیوی طرحه، د علیمردان په څلويښت متره سړک کې پلی شوه

1 حوت 1396

په کابل ښار کې د ګڼي کوڼي مخنیوی طرحې د پلي کیدو په لړکې، د کابل ښاروالۍ پخواني ژمني سره سم د چهارشنبي په ورځ، چې د روان کال دسلواغې میاشتي له ۲۵مې نیټي سره سمون خوري، هغه کپي، د لاسي پلورونکو کراچۍ او د موټور غیرقانوني تم ځایونه چې د لاري بندوالي لامل شوی وو، له سیمي ولیږدول شول او یاده طرحه پرې پلی شوه. په پام کې ده چې د یادی سیمې لاسي پلورونکي به نوي ځای ته چې د بارانه بازار ټاکل شوی ولیږدول شي او د ثبت کولو چاری به یې د لومړی ناحیې له لوري پیل شي، همدارنګه د موټرو غیرقانوني تم ځایونه هم له یادی سمي لیږدول کیږي. د یادوني وړ ده چې یاده طرحه به د ښار په نورو سړکونو کې ډیره ګڼه ګوڼه ولری هم پلي شي.