د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او UN Women دفتر ترمنځ د ښځينو لپاره د یو ستر سوداګریز مارکیټ جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

11 حوت 1396

کابل ښاروالۍ د ښځینو پیرودنکو او پلورونکو لپاره د آمن کاري ځای، او تر یو چتر لاندې د ښځینو سوداګرو راټولو په موخه د UN Women دفتر سره د مرستي هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ښاروالۍ په ملکیت کې کابل ښار کې د شاوخوا پنځه میلونه ډالرو په لږښت د څلور زره متره مربع په مساحت کې یو ستر سرپټي سوداګریز مارکیټ جوړ او په فعالیت پیل وکړي. د دي هوکړه لیک له مخې به د ودانۍ تر بشپړیدو د ملګرو ملتونو دفتر کابل ښاروالۍ سره مرسته کوی، او وروسته رسما کابل ښاروالۍ ته سپارل کیږی او کابل ښاروالۍ به یې د ساتنې او مدیریت مسولیت په غاړه ولري. د یادونې وړ ده چې د دي مارکیټ له ۸۰ سلنه څخه ډیر فعالیت کونکې به هغه ښځي وي چې کوچنې سوداګري لری او د یو چتر لاندې به خپل فعالیت ته دوام ورکوي.