د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

( له ځان نه یې پیل کوم) تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي کمپاین پيل شو


د ښاري کلتور  ودې او عام کیدو په موخه د ۱۳۹۶کال د سلواغې میاشتي په ۳مه نيټه ( له ځان نه یې پیل کوم ) تر عنوان لاندې د عامه پوهاوی کمپاین د کابل ښاروالۍ د خبرتیاوو او عامه پوهاوي ریاست له لوری د کابل ښار له لسمې ناحیې پیل شو.
په دغه کمپاین کې دخبرتیاوو او عامه پوهاوي ریسې بریشنا اوریا، د سیمیزي روغتیا او چاپیریال ساتني ریس محمد ادریس توخي، د لسمې ناحیې ریس محمد سیلاب وزیری او د عوایدو ریاست سرپرست سمیع الله سمسور ګډون درلود، چې هر یو په خپل وار د ګذر وکیلانو او د خلګو استازو ته په وینا کې د خلګو مرستي په اړه له کابل ښاروالۍ سره، د ښاري مسولیتونو پیژندنې، چاپیریال ساتني او د ښاري چوپړونو د محصول ورکړی په اړه چې د ټولکټو پروژو سرچینه جوړوي ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، په پاي کې هغه پوښتنې ته چې ښه ښاري استوګن څوک دي؟ داسي ځواب ورکړل شو: هغه څوک چې د ښار په وړاندې ځان ژمن وګڼي او پرینږدي چې ځان غوښتونکې خلګ ښار کې ګډوډي رامنځته کړي ښه ښاري استوګن دي.
د یادونې وړ ده چې یاد کمپاين به د ښار په ټولو ناحیو کې ترسره شي.
]