د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

( له ځان نه یې پیل کوم ) تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي کمپاین د ښار په نهمه ناحیه کې ترسره شو


د ښاري کلتور د ودي او خوندې چاپیریال ساتنی په موخه د چهارشنبې په ورځ چې د ۱۳۹۶کال د سلواغې میاشتي له ۲۵ مې نیټې سره سمون خوري د ( ځان نه یې پیل کوم) تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي کمپاین د کابل ښاروالۍ د خبرتیاو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د ښار په نهمه ناحیه کې ترسره شو.
په دغه کمپاین کې د خبرتیاو او عامه پوهاوي ریاست ریسې بریشنا اوریا، د چاپیریال ساتني ریاست ریس ډاکټر محمد ادریس توخي او د نهمې ناحیې ریس محمد صدیق نوري په خپلو خبرو کې د سیمي ګذر وکیلانو او د خلګو استازو ته د خلګو مرستي په اړه کابل ښاروالۍ سره، ښاری مسولیتونو پیژندل، چاپيریال ساتنې او د ښاري چوپړونو محصول راټولو په اړه چې د ټولګټو پروژو سرچینه جوړوي هر اړخیز مالومات ورکړل.
په پاي کې د دي پوښتني په ځواب کې چې ښه ښاري استوګن څوک دي؟ داسي جواب ورکړل شو: هغه څوک چې د ښار لپاره ځان ژمن ګني او نه پریږدي چې ځیني خلګ د شخصي ګټو لپاره ښاري کې ګډوډي جوړه کړی ښه استوګن ده.
د یادونې وړ ده چې دغه کمپاین د ۱۳۹۶کال د سلواغې میاشتي په ۳مه نیټه د کابل ښار له لسمې ناحیې څخه پیل شو او پام کې ده چې ټولو ښاري ناحیو کې ترسره شي.