د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په روژه کې د بېوزلو لاس نيوى وکړئ

دلسوز11647.jpg (2500 × 1100)

الله تعالی په خپل لوی حکمت سره د خیر لارې، د بشریت د هوساینې او نیکمرغۍ لپاره پرانیستي دي، چې یو له دغو ډاليو څخه د روژې مبارکه مياشت ده. له شک پرته چې په دې مبارکه مياشت کې د مسلمانانو تر منځ د ترحم، عاطفې، همغږۍ او خواخوږۍ روحیه رامنځته او د انسان اخلاقي، ټولنيز اړخونه او هم د هغه معنویت روزل کيږي.  روژه لرونکی انسان، په تېره هغه شتمن چې، د ایمان او صداقت له مخې روژه ولري، هغه مهال چې لوږه او تنده احساس کړي، د بيوزلو او اړو کسانو حالت ته يې پام را اوړي. د بيوزلو او اړمنو کسانو د درد احساسول په حقیقت کې د الله تعالی(ج) او نبي کریم صلی الله علیه وسلم اوامرو ته غاړه ایښودل او له هغو څخه اطاعت کول دي. د بېوزلو لاسنیوی او له هغوی سره مرسته، دروژې د مبارکې میاشتې د فضایلو درک کول دي، ځکه دا میاشت له بيوزلو سره د مرستو کولو میاشت ده. همدارنګه د عبادت د قبلیدو لپاره، غوره ده چې تر ټولو لنډې او اغيزمنې لارې ولټوو چې یو له دغو لارو څخه، د خدای مخلوق ته خدمت کول دي. له بلې خوا بیوزلو سره مرسته کول د اسلامي عدالت له مظاهرو څخه شمیرل کیږي او دا عمل د اسلامي ټولنې د ستنو د ټینگښت لامل ګرځي. نن ورځ ښه فرصت دی چي دا کار ترسره کړو، د خپل بیوزلي ورور لاس ونيسو، د هغه ستونزې حل کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو، ځکه روژه د برکتونو میاشت ده، موږ باید هڅه وکړو ترڅو په دې میاشت کې ثوابونه خپل کړو، بېوزلو او اړمنو کسانو او کورنيو ته صدقه یا خیرات ورکړو، ځکه صدقه او خيرات له غوره عبادتونو څخه ګڼل کیږي او د الله(ج) د رضا د تر لاسه کولو لامل ګرځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په پټه خیرات ورکول د الله(ج) د غضب مخه نیسي. (صحیح بخاري) په بل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي: د خیرات ورکول ګناهونه داسې له منځه وړي لکه اوبه چې اور خاموشه کوي. ( ترمذي ) زید بن خالد رضی الله عنه وايي: رسول الله(ص) فرمایلي دي: هغه څوک چې یو روژه لرونکي ته روژه ماتی ورکړي، ددې کس اجر هم د هغه روژه لرونکي په اندازه ده. (ترمذي) نو په دې توګه هر انسان په تیره بډای او شتمن ته په کار ده، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې له خپلو بیوزلو او اړمنو ورونو او خویندو سره تر خپله وسه پورې مرسته او د هغوی لاسنیوی وکړي ترڅو له یوې خوا د پاک خدای(ج) رضا ترلاسه کړي او بل خوا به په دنیا او آخرت کې خپل ځانته ثواب وګټي