الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري کلتور د ودې او دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11692.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست، د ۱۷مې ناحیې سیمه ییزو شوراګانو ته د ښاري کلتور د ودې او دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د اوولسمې ناحيې رئیس مولوي حبيب الحق حقاني د ښاري کلتور په اهمیت خبرې وکړې او ويې ويل: د غوره ښاري مدیریت د پرمخ وړلو په موخه، اړتیا ده چې هر وګړی ښاري اصول او مقررات په پام کې ونیسي. همدارنګه د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په خپلو خبرو کې د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې د ښاریانو رول مهم او اغیزناک وباله او هیله یې وکړه چې، د کابل ښار هر اوسېدونکي ته په کار ده تر څو د نیالګیو کېنولو او له هغو څخه د ساتنې او پالنې په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.  دغه راز د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين وويل: ښاري کلتور د مسئولینو او ښاريانو ترمنځ د همکارۍ روحيې ته اړتيا لري، چې بايد  پياوړي شي او سيمه ييزې شوراګانې دې د ښاري کلتور په وده او دودولوکې زياته مرسته وکړي. ورته مهال د غونډې یو شمېر ګډونوالو د ښار د آبادۍ او  قانوني ښاري ژوند د رامنځته کېدو په موخه، خپل نظرونه او رغنده وړاندیزونه له مسئولینو سره شریک کړل او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه