د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ښاري سیمو د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د شېر دروازې غره اړوند په زرغون کمربند کې (۲۰۰۰) میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېنول. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وویل: د شېر دروازې غره د زرغونتیا په موخه به لا ډېرې هڅې وشي ترڅو یاده سیمه ښاریانو ته په یوه زرغون او مناسب تفریحي ځای بدله شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وویل: دا چې له یوې خوا زرغونې سیمې او ځنګلونه د باران اورېدو لامل ګرځي او له بل لوري زرغون کمربند د هوا د پاکولو په برخه کې رغنده رول لري؛ په همدې موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي د شېردروازې غره په زرغون کمربند کې د زرګونو نيالګيو او ونو په خړوبولو، ساتنه او پالنه بوخت دي. نوموړي زیاته کړه چې، اوس مهال په دغه سیمه کې (۱۲۰۰) د بادام او (۸۰۰) نور زینتي نیالګي کېنول شول ترڅو د یادې سیمې ښکلا لا ډېره شي. د شېر دروازې غره د زرغون کمربند سیمه او نیالګي اوس مهال د اوبو د یوې زیرمې چې، د غره د پاسه جوړه شوې ده د واټر پمپ او قطره يي سیسټم په وسیله خړوب کیږي