د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري کلتور د دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11939.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه ریاست له لوري د اتلسمې او نولسمې ناحیې له سیمه ییزو شوراګانو سره د ښاري کلتور د دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د نولسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور فاتح د ښاري کلتور د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه د پوهې ترلاسه کول، د ټولو ښاریانو لپاره اړین دي ترڅو کابل د بشپړ نظم او آبادۍ څښتن شي. ورته مهال د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښار د پاکوالي، زرغونتیا، له عامه تاسیساتو څخه د غوره ګټه اخیستنې او نورو برخو کې د ښاریانو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه ترڅو ټول ښاریان په دې برخو کې خپل دیني او ملي مسئولیتونه ادا کړي. له دې غونډې څخه موخه د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پیاوړي کول دي؛ له همدې امله ټولې سیمه ییزې شوراګانې باید د ښاري کلتور دودولو په برخه کې مرسته وکړي.  دغه راز د یادو ناحیو د سیمه ییزو شوراګانو استازو د ښاري ژوند د قانوني کېدو په برخه کې خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه. په دې غونډه کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل