د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سلطان محمود غزنوي ښوونځي زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11972.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور په اړه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د څلورمې ناحیې اړوند د سلطان محمود غزنوي ښوونځي زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه. د خپرونو او عامه پوهاوي رياست د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين، د ښاري کلتور د مراعاتولو په برخه کې د زده کوونکو د هڅونې په ترڅ کې وويل: ښار د ټولو ښاریانو ګډ کور دی، ښاري ژوند د ښاري اصولو او مقرراتو په رعایتولو پورې تړلی دی؛ له همدې امله د ښوونځيو زده کوونکو ته اړینه ده چې د چاپېریال د پاکوالي، د نیالګیو او ونو د خړوبولو او له ښاري تأسیساتو څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه: که موږ ټول په ښاري ژوند کې خپلو مکلفیتونو او مسئولیتونو ته پاملرنه وکړو؛ ډیر ژر به  په خپل ژوند کې هوساینه تجربه کړو. دغه راز د يادښوونځي مدير ولي آغا اخندزاده ددا شان پروګرامونو جوړول ګټور او اغیزمن وبلل او ژمنه يې وکړه چې، زده کوونکو ته به په درسي بهیر کې د ښاري مسايلو په اړه پوهاوى ورکول کېږي، څو زده کوونکي د ښار په وړاندې د مسئوليت احساس وکړي. په دې برنامه کې د ښاري کلتور او ښاري مسايلو په اړه ويډيويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول. همدا شان زده کوونکي وهڅول شول، ترڅو د يوه پاک او هوسا کابل د رامنځته کولو لپاره په ټولنه او کورنيو کې خپل رول ولوبوي او په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي په پای کې له ښاري مسایلو څخه د پوهاوي په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا چمتو شوې ډالۍ د ښوونځي پر زده کوونکو  ووېشل شوې او د یاد ښوونځي د انګړ د زرغونتيا په موخه يو شمېر نيالګي هم کېنول شول