الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د عایشه دراني لېسې له زده کوونکو سره د ښاري کلتور دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

12080.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د ودې او دودولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د لومړۍ ناحیې اړوند د عایشه دراني لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښاري کلتور مراعاتولو ته د زده کوونکو د هڅولو او بلنې په ترڅ کې وویل: ښاري ژوند د ښاري اصولو او مقرراتو په رعایت پورې تړلی دی او د ښوونځیو زده کوونکي باید د خپلې سیمې پاک ساتلو، د ونو خړبولو او له عامه تاسیساتو څخه د غوره ګټې اخیستنې په برخو کې د ښه ښاري په توګه ونډه واخلي او له کابل ښاروالۍ سره دې همکار و اوسي. نوموړي زیاته کړه، که موږ ټول په ښاري ژوند کې خپلو مکلفیتونو او مسئولیتونو ته پام وکړو؛ ډیر ژر به په خپل ژوند کې هوساینه تجربه کړو. همدا راز د یادې لېسې ښوونکو د داسې غونډو جوړول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د ښوونځي د پیل په مراسمو او درسي ساعتونو کې به خپلو زده کوونکو ته د ښاري مسایلو په اړه معلومات ورکوي ترڅو هر زده کوونکی د ښار په اړه د مسئولیت احساس وکړي. د غونډې په پای کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول او د پوښتنې او ځواب برخې ګټونکو ته د کابل ښاروالۍ له خوا چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې