د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري کلتور دودولو په موخه د غازي لېسې زده کوونکو ته د پوهاوي برنامه ترسره شوه

12109.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست لخوا د دریمې ناحیې اړوند د غازي لېسې زده کوونکو ته د ښاري کلتور د دودولو په موخه د پوهاوي برنامه ترسره شوه. د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښاري کلتور مراعتولو ته د زده کوونکو د هڅونې په ترڅ کې وویل: ښاري ژوند د ښاري اصولو او مقرراتو په رعایت پورې تړلی دی، د ښوونځیو هر زده کوونکی باید د یوه ښه ښاري په توګه د چاپېریال او د استوګنې د ځایونو په پاکوالي، د نیالګیو او ونو خړوبولو او له ښاري تاسیساتو څخه د غوره ګټې اخیستنې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه: که چیرې موږ ټول په ښاري ژوند کې خپل مکلفیتونه او مسئولیتونه په پام کې ونیسو، ډېر ژر به په خپل ژوند کې هوساینه تجربه کړو. دغه راز د غازي لېسې آمر شفیق الله ادغوثي د دا ډول برنامو جوړول اغیزناک وبلل او ژمنه یې وکړه، چې زده کوونکو ته به په تدریسي بهیر کې هم د ښاري مسایلو په اړه پوهاوی ورکړل شي، څو هر زده کوونکی د خپل ښار په وړاندې د مسئولیت احساس وکړي.  په پای کې د ښاري ژوند او ښاري مسایلو په اړه ویدیویي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول