د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یو ویشتمه ناحیه کې د ښاري کلتور دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

12143.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د عامه پوهاوي غونډو پر دوام، د یو ویشتمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د ښاري کلتور دودولو په اړه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د یو ویشتمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات د ښاري کلتور د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ښاري اصولو او مقرراتو څخه د ښاریانو خبرېدل یې یوه جدي اړتیا وبلله ترڅو ښاري مدیریت په غوره توګه ترسره شي. ورته مهال د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: مسئولان او ښاریان باید د همکارۍ ګډه روحیه ولري ترڅو په دې توګه ښاري کلتور وده وکړي. د نوموړي په وینا؛ سیمه ایزې شوراګانې باید د ښاري کلتور دودولو په برخه کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. ورته مهال ګډونوالو هر یو د ښار د آبادۍ، د ښاري ژوند د قانوني کېدو او د ښاري کلتور دودولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه