د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

12182.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحاله خان عالي لېسې زده کوونکو ته د ښاري کلتور دودونې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د ښاري کلتور بېلابېل اړخونه واضح کړل او ویې ویل: د ښاري اصولو او مقرراتو په پام کې نیول د لوړ ښاري کلتور ښکاندويي کوي. نوموړي د یادې لېسې زده کوونکي د خپلو سیمو پاک ساتلو، د ونو او نیالګیو خړوبولو، له ښاري تاسیساتو غوره ګټې اخیستنې او ټولنیزو اخلاقو په پام کې نیولو ته وهڅول او زیاته یې کړه: که چېرته یو زموږ خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي ډېر ژر به سوکاله او هوسا ښاري ژوند تجربه کړو. ورته مهال د خوشحال خان عالي لېسې مسئولانو د عامه پوهاوي په برخه کې دا غونډه ګټوره وبلله او ژمنه یې وکړه چې، په خپلو درسي ساعتونو او د پیل په مراسمو کې به زده کوونکو ته د ښاري کلتور په اړه معلومات ورکوي. په دې غونډه کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول او زده کوونکو ته د پوښتنې او ځواب زمینه برابره شوه ترڅو د دوی د پوهې کچه لوړه او د ښار پر وړاندې د مسئولیت احساس وکړي