د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د درېیمې ناحیې اړوند د رحمن بابا عالي لېسې له زده کوونکو سره د ښاري کلتور دودولو او د عامه تاسیساتو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په پیل کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د غونډې موخې بیان کړې او ویې ویل: په ښاري ژوند کې اړتیا ده ترڅو ټول ښاري اخلاق او کلتور په پام کې ونیسو او د خپل ښار پر وړاندې مسئولانه چلند وکړو. ښاغلي زاهد له ګډونوالو وغوښتل چې، په غونډه کې وړاندې شوې سپارښتنې او معلومات تر خپلو کورنیو او ملګرو ورسوي. د رحمن بابا عالي لېسې د ادارې په استازیتوب مولوي نقیب الله حقاني خبرې وکړې او ویې ویل: اسلام خلکو ته پر خدمت کولو ټینګار کوي او اړتیا ده چې، له کابل ښاروالۍ سره د ښاري کلتور د دودولو، د ښار د پاکۍ او زرغونتیا په برخو کې همکار و اوسو. په غونډه کې د یادې لېسې زده کوونکو د چاپېریال او ښار د پاک ساتلو په اړه تمثیلي ټوټه او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري یو شمېر ویډیويي پیغامونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل. د یادونې وړ ده چې، د یادې غونډې په لړ کې زده کوونکو ته د پوښتنې او ځواب زمینه هم برابره شوه او پر ګټونکو زده کوونکو د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ډالۍ ووېشل شوې
د رحمن بابا عالي لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه