د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حبیبیې لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

12363.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د دودولو په اړه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري، د اوومې ناحیې اړوند د حبیبیې لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د یادې لېسې زده کوونکي د ښاري قوانینو او مقرراتو رعایتولو ته وهڅول او ویې ویل: ښاري هوساینه د ښاریانو په مرستو پورې تړلې ده؛ زده کوونکي کولای شي د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې رغنده رول ولوبوي او له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د یادې لېسې تدریسي مرستیال فریدون رحمتي ددا ډول غونډو جوړول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، له دې وروسته به په خپلو درسي پروګرامونو کې زده کوونکو ته د ښار د پاکوالي، د ونو د ساتنې او خړبولو، له عامه تاسیساتو څخه د غوره ګټه اخیستنې او د عامه شتمنیو د ساتنې په اړه معلومات ورکوي. په دې غونډه کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر ویډیويي پیغامونه هم نندارې وړاندې شول او زده کوونکو ته د پوښتنې او ځواب زمینه برابره شوه ترڅو وکولای شي په ښه توګه د ښار او چاپېریال پر وړاندې خپل ټولنیز مسئولیتونه ادا کړي. د یادونې وړ ده چې، د غونډې په پای کې د کابل ښاروالۍ له لوري د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ډالۍ هم  پر زده کوونکو ووېشل شوې