کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خیرخواه سوداګریز مارکیټ د تیلیفون پلورونکو ټولنې له خوا، د هغه د ارزښتناکو ترسره شویو خدمتونو له امله وستایل شو. په هغه ستاینغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د یادې ټولنې استازو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري د ترسره شویو کارونو د ستاینې ترڅنګ خپل رغنده نظرونه او وړاندیزونه له کابل ښاروال سره شریک کړل. ورته مهال کابل ښاروال د دوی د نظرونو تر اورېدو وروسته وویل: د خلکو پر ځای غوښتنو ته رسېدنه د دوی لومړیتوب دی او هڅه کوي له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو به ښاریانو ته ګټورې چوپړتیاوې وړاندې کړي. نوموړي ځان د کابل ښاریانو خدمتګار وباله او ويې ويل: د خلکو ملاتړ او هڅونه موږ ته د دې توان راکوي چې د کابل ښار د آبادۍ او ښه پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړو
کابل ښاروال د خیرخواه مارکیټ د موبایل پلورونکو ټولنې له خوا وستایل شو
18 سرطان 1403