د ښار پر وړاندې د مسئولیت منلو کلتور را ژوندي کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري په پنځمه ناحیه کې د ګډو کارونو ترسره کولو او ارزښت، د ښار د پاکوالي، د ونو په خړوبولو کې د ښاریانو د برخې اخیستنې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د پنځمې ناحیې مرستیال حافظ مرجان حیدر ګډونوال د خپلو سیمو پاک ساتلو ته وهڅول او ویې ویل: ښاري ژوند ګډو کارونو ترسره کولو ته اړتیا لري او ټول باید یو د بل ترڅنګ د ښاري ژوند د نظم په برخه کې ګډ کار وکړي ترڅو په ټولنه کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسو. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: د سوکاله او هوسا ښاري ژوند درلودلو لپاره د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ روحیې شتون او پیاوړتیا ته جدي اړتیا ده. نوموړي د پنځمې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د ټولنې او ښار پر وړاندې خپل مسئولیتونه ادا او د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کولو کې همکار و اوسي. ورته مهال د غونډې نورو ګډونوالو په خپل وار د فردي او ټولنیز مسئولیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې، د ښار د پاکوالي او زرغونتیا په موخه د حشرونو ترسره کول زموږ د غښتلي کلتور یوه برخه ده او ژمنه یې وکړه چې، دا دود به بېرته را ژوندی کوي
په پنځمه ناحیه کې د ګډو کارونو ترسره کولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه