د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حاجي یعقوب په جومات کې د پوهاوی غونډه ترسره شوه

12679.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري، د عامه تاسیساتو د ساتنې، د سیمو پاک ساتلو او د زرغونو سیمو د پراختیا او خړوبولو په اړه د لسمې ناحیې اړوند د حاجي یعقوب جامع جومات د منبر لارې عامه پوهاوی ورکړل شو. د یاد جومات خطیب مولوي حمدالله لمونځ کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې، په ښاري ژوند کې خپل مسئولیتونه او مکلفیتونه په سمه توګه ادا کړي او له یو بل سره همکار و اوسي. نوموړي همدا راز له لمونځ کوونکو وغوښتل چې، د لښتیو د اوسپنیزو پوښونو له غلا څخه د مخنیوي، د سړکونو د ساتنې او په نورو ښاري مسایلو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز نوموړي ټینګار وکړ چې، ټول ښاریان باید په خپلو سیمو کې ونې خړوب او د خپل چاپېریال په پاک ساتلو کې دې دیني او ملي مسئولیت ترسره کړي. کابل ښاروالۍ د جوماتونو له ټولو خطیبانو هیله کوي ترڅو د جمعې لمانځه د خطبو له لارې ښاریانو ته سپارښتنه وکړي چې، د ښاري مدیریت په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي