د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ اداري شورا غونډه ترسره شوه

12781.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ اداري شورا غونډه د ښاري خدمتونو د بهیر د چټکتیا په موخه، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او ددې ادارې د مرستیالانو، د مرکزي او ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې د جوازونو د صادرولو ریاست د انجنیرانو له لوري د ودانیو د ډیزاین د طرحې، په سند کې له درج شوې اندازې څخه زیات د ملکیتونو د تصرف، د ګذر وکیلانو د ګمارلو او ګوښه کولو د لارښود، په دوه ویشت ګونو ناحیو کې د سیمه ایزو شوراګانو د تنظیم او رامنځته کولو د کړنلارې او نورو ښاري مسایلو په اړه بحث وشو او اړینې پرېکړې ترسره شوې. کابل ښاروال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوی او ښاریان له مسئولینو څخه پر وخت او صادقانه توګه د کړنو ترسره کول غواړي او په دې برخه کې ورته هېڅ ډول ځنډ او غفلت د منلو وړ نه دی. نوموړي زیاته کړه چې، د نویو پلانونو په پلي کېدو سره به د ښاریانو اساسي ستونزې هوارې شي او اړتیا ده چې، ښاریان هم د پلانونو د لا ښه پلي کېدو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي