د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۳ کال پرمختیايي پلان د پلي کېدو په اړه غونډه ترسره شوه

12821.jpg (1820 × 1024)

د ۱۴۰۳ پرمختیايي پلان د پلي کېدو په اړه تعقيبي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د دې ادارې د مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې د سړک جوړولو د یو شمېر پروژو د عملي کار پیل کېدو، د تدارکاتي پړاونو د چټکتیا، د یو شمېر پروژو د تخنیکي سندونو چمتو کولو او د زیربنايي پروژو په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول. کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، په پلان کې د شته پاتې سړکونو د جوړولو چارې دې هر څه ژر پیل او د تدارکاتي پړاونو او ډیزاین په برخه کې دې کارونه په چټکۍ ترسره شي. ورته مهال نوموړي ټینګار وکړ چې، د امکاناتو او تجهیزاتو له اړخه دې د یو شمېر ریاستونو اړتیاوو پوره کولو ته هم پام وشي. د ۱۴۰۳ کال په پرمختیايي پلان کې د یو شمېر نویو اصلي او فرعي سړکونو، کانالونو، پارکونو، پلونو، ښاري تشنابونو او نورو ټولګټو تاسیساتو د جوړولو پروژې شاملې دي چې، د ځینو یې چارې پیل شوې دي او د پاتې نورو به یې هم ډېر ژر پیل شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال په دوامدار ډول د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او د ښاریانو د رضایت د کچې د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۳ پراختیايي پلان د پلي کېدو د څرنګوالي ارزونه کوي