د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کمپنۍ سړک څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي سړک د جوړېدو په اړه پوهاوی ورکړل شو

12903.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د کمپنۍ له سړک څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته پوهاوی ورکړل شو او تر استملاک لاندې ملکیتونو له مالکانو وغوښتل شول چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر او د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په خپل وار د دې سړک د اړتیا او ارزښت په اړه د یادو سیمو اوسېدونکو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: د قانون له مخې به زیانمنو کسانو ته بدیل حقونه ورکړل شي او د استملاکي ملکیتونو له مالکانو یې وغوښتل ترڅو د خپلو ملکیتونو د اسنادو پړاونه هرڅه ژر بشپړ کړي ترڅو د سړک جوړولو ته زمینه برابره شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست د استملاکي پروژو د پلي کولو آمر انجنیر فهیم فیضي په خپلو خبرو کې سړکونه د ښارونو د معیاري او تلپاتې ودې په برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه : د یاد سړک په اوږدو کې ۲۲۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د دې سړک د جوړلو په موخه به پاک شي. دا سړک چې، ټاکل شوې ده د ۱۷۳۳ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور په معیاري توګه جوړ شي؛ د کمپنۍ سړک له برچي سیمې سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې د ترانسپورتي ستونزو د حل ترڅنګ د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. د کمپنۍ له سړک تر مهتاب قلعه پورې د نوي سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته سپارښتنه وشوه د خپلو ودانیو د اړتیا توکي ولېږدوي او خپل کورونه خالي کړي. ورته مهال د دې سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو د ټولګټو پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه