د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړونې د څلورو مهمو پروژو د کار د کیفیت له څرنګوالي څارنه وشوه

14 میزان 1403

13178.jpg (1820 × 1024)

په ودانیزو چارو کې د کابل ښاروالۍ مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له دهمزنګ څخه ترکوټه سنګي( میرویس میدان)، له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور، د بادام باغ او د خیرخانې کوتل د دویمې برخې د سړک جوړونې پروژو د کار له کیفیت څخه څارنه وکړه. د یادو سړکونو ودانیز توکي په لابراتوار کې تسټ شول او په پایله کې یې هغه برخې چې، د قراردادي شرکتونو له لوري په غیر معیاري توګه او ټیټ کیفیت سره جوړې شوې وې، ویجاړې شوې او قراردادي شرکتونو ته په دې برخه کې اړینې سپارښتنې وشوې. ښاغلي یاسر ټینګار وکړ چې، د سړکونو د جوړولو چارې باید په ښه کیفیت، صداقت، ایماندارۍ او له غفلت پرته ترسره شي او شرکتونه مکلف دي ترڅو یاد سړکونه د طرحه شوي ډیزاین (تخینکي سندونو) له مخې او په ټاکلې موده کې جوړ کړي. د نوموړي په وینا د پروژو په پلي کولو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او په جدي توګه تعقیب کیږي؛ د سرغړونې  په صورت کې به له شرکتونو سره شوي قراردادونه فسخ شي. دغه راز د څارنو په لړ کې پر شرکتونو ټینګار وشو چې، د سړکونو د جوړولو چارې دې په دوو شفتونو (شپه او ورځ) کې تنظیم کړي ترڅو د یادو سړکونو په اوږدو کې د ګڼه ګوڼې ستونزې هوارې شي