د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

13701.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري، د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی غوښتنه وشوه چې، د سړک جوړونې په دې مهمه پروژه کې له کابل ښاروالۍ همکار و اوسي. د یولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل د دې سړک د ارزښت په اړه رڼا واچوله او ویې ویل: د دې سړک د جوړولو په پروژه کې به ټولو زیان لیدونکو هیوادوالو ته د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي. نوموړي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، هرڅه ژر دې د خپلو سندونو اداري پړاوونه ترسره کړي ترڅو د سړک د اساسي برخې جوړولو ته زمینه برابره شي. ورته مهال د اوولسمې ناحیې مرستیال مولوي محب الله خاموش، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست د استملاکي پروژو د پلي کولو آمر انجنیر فهیم فیضي په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل: د دې سړک په اوږدو کې (۱۱۷) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي. دغه سړک چې له سرای شمالي سیمې څخه د کوتل تر سر پورې (۳۷۵۰) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري، په معیاري توګه به جوړ او ورسره جوخت د کابل- شمال لویې لارې ترانسپورتي ستونزې هوارې او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. همدا راز د استملاکي ملکیتونو مالکانو څخه وغوښتل شول چې، د خپلو ودانیو مواد ولېږدوي او خپل کورونه خالي کړي. په همدې توګه د عامه پوهاوي په لړ کې د ښاریانو پوښتنو ته هم د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول. په پای کې د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو څخه خپل ملاتړ  اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې، د استملاکي خنډونو د پاکولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي