د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې د انرژۍ (برښنا) سپما په اړه د پوهاوي برنامه ترسره شوه

13779.jpg (1820 × 1024)

د اوبو او برښنا وزارت له لوري او د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت په مرسته، د کابل ښاروالۍ  کارکوونکو ته د برښنا د سپما په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمید الله عطايي د اوبو او برښنا وزارت له استازو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د برښنا سپما کول یوه انساني او اخلاقي دنده ده او تر هغه وخته چې، د کارکوونکو فکر د برښنا سپما کولو ته جوړ نشي، ستونزمنه به وي چې، د برښنا له ډېر لګښت څخه مخنیوی وشي. د نوموړي په وینا؛ اړتیا ده ترڅو په دې اړه یوه هر اړخیزه پالیسي جوړه او پلې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د برښنا د سپما په برخه کې ژمنتیا لري او هڅه کوي چې، بې ځایه او بې اړتیا ترې کار وانخلي. وروسته د اوبو او برښنا وزارت استازو په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې، له انرژۍ (برښنا) څخه د غوره ګټه اخیستلو کلتور باید دود او عام شي او په ادارو کې یې د کارکوونکو له لوري له برښنا څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه یې هم معلومات ورکړل. د ورکشاپ ګډونوال وهڅول شول ترڅو خپلې کورنۍ هم د برښنا سپما کولو ته ځبر کړي او د اوبو او برښنا له وزارت سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د برښنا د مدیریت، اهمیت او د سپما لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول