د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي لویه غونډه ترسره شوه

13785.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د یادې ادارې د مشرتابه، لوړ پوړو امارتي چارواکو، ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي لویه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني خبرې وکړې او ویې ویل: کابل ښاروالۍ تېر کال د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، له شاوخوا ۴۰۰ لوړپوړیزو دانیو څخه د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او څرنګوالي څارنې کړې دي چې، له امله یې ډیری ښاریانو خپلې سرغړونې اصلاح کړې او د لوګي د تصفیې فلټرونه یې نصب کړي دي.  دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري چارو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ادارې رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم، او د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځی استاد سید کاظم هاشمی خبرې وکړې او ټولو په خپلو خبرو کې د دا ډول غونډو له جوړولو څخه هرکلی وکړ. همدا شان د غونډې یو شمېر ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې په فردي او ټولنیز مسئولیت ادا کولو ټینګار وکړ. وروسته د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل الکریم احمد په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له لوري د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې د ترسره شویو کړنو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، همدا مهال د کابل ښاروالۍ کارکوونکي په دوه کاري شفتونو ( شپه او ورځ ) کې د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او د فعالیت له څرنګوالي څخه څارنې کوي او سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ کیږي. د یادونې وړ ده چې، په دې غونډه کې څو ویډیويي کلپونه او د هوا د ککړتیا په اړه یوه تمثیلي ټوټه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل