الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خواجه بغرا له درې لارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

13851.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له درې لارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې پروژې په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین د یاد سړک د اهمیت د بیانولو ترڅنګ وویل: د استملاکي ملیکتونو مالکان دې هرڅه ژر د خپلو سندونو د اداري  پړاونو ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجه وکړي څو خپل استملاکي حقونه پر وخت ترلاسه کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر زمري وویل: د دې سړک په جوړېدو سره به د یادې ناحیې د اوسېدونکو سربېره، نورو ښاریانو ته هم ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یاد سړک په اوږدو کې (۵۷) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.د یادونې وړ ده چې، د پوهاوي په لړ کې د ښاریانو د استملاکي حقونو د خوندیتوب څخه ډاډ ورکړل شو او د یو شمېر ښاریانو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول