الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هزاره بغل (د خیرخانې کوتل د بدیل سړک) د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو

13922.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میر غلام تر ښارګوټي پورې د هزاره بغل( د خیرخانې کوتل د بدیل سړک) په اړه د یاد سړک شاوخوا میشتو ښاریانو ته پوهاوی ورکړل شو. د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل په خپلو خبرو کې د یاد سړک ارزښت بیان کړ او ویې ویل: د سړک جوړونې په دې مهمه پروژه کې د ښاریانو مرسته اړینه ده. نوموړي د سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو له مالکانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اسنادو د پړاوونو ترسره کولو په موخه دې هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو پاکولو په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر زمري هر یوه په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دا سړک ۲۰۰۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او د دې سړک په اوږدو کې ۲۸۹ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. دا سړک د کابل په شمال کې یو مهم سړک دی چې، په جوړېدو سره به یې د خیرخانې کوتل سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. په پای کې د سیمې اوسېدونکو، ګذر وکیلانو او ځوانانو د کابل ښاروالۍ له پلانونو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د یاد سړک د جوړېدو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي