د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د یولسمې، پنځلمسې او اولسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبرو کې د غونډې موخې بیان کړې او ویې ویل: هوا د ژوند د بقا لپاره یو مهم عنصر دی چې، د پاک ساتلو په برخه کې یې ټول ښاریان ګډ مسئولیت لري. نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې، د هوا او چاپېریال د پاک ساتلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ پیغام تر خپلو کورنیو، موکلینو او ګاونډیانو ورسوي. په همدې توګه د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل الکریم احمد، د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله نبي خیل، د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني، د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین سعادتیار، د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان او د ګذر وکیلانو په استازیتوب محمد نعیم منیب د غونډې نور ویناوال وو چې، ټولو په خپلو خبرو کې د هوا او چاپېریال له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې په فردي او ټولنیز مسئولیت ادا کولو ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل
د (۳) ناحیو له سیمه ایزو شوراګانو سره د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه