د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14014.jpg (1820 × 1024)

د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاستونو له لوري، د لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي د خپلو خبرو په ترڅ کې د غونډې ګډونوال ګډو کارونو ته وهڅول او ویې ویل: موږ د ژوند پایښت لپاره پاکې هوا ته اړتیا لرو او باید د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې خپل رغنده رول ولوبو. نوموړي غوښتنه وکړه چې، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه، باید واوره په جذب وړ سیمو کې زیرمه شي. وروسته د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، یو شمېر عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په خپل وار خبرې وکړې او وېې ویل: د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوی د ټولو ملي او اخلاقي مسئولیت دی او باید لاس په کار شو ترڅو په خپله سیمه کې په دې اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړو ،د دوی په وینا واوره باید په سړکونو، پلو لارو او کوڅو کې ونه غوځورو، بلکې په داسې سیمو کې یې زیرمه کړو چې، د جذبولو وړتیا لري. د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل