د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بېلابېلو ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14035.jpg (1820 × 1024)

د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د لومړۍ، دویمې، څلورمې او لسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د دویمې ناحیې رئیس مولوي فضل کریم صدیقي، د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني، د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري، د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مولوي فضل کریم احمد او د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین په خپلو خبرو کې د هوا د ککړتیا د لاملونو او حل لارو چارو په اړه رڼا واچوله او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د ژمي له را رسېدو سره سم د ښار په کچه د ودانیو په مرکز ګرمیو کې د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او څرنګوالي څارنې پیل کړې دي چې، په پایله کې یې د هوا ککړونکي یو شمېر سرچینې موندل شوې او  رسېدنه ورته شوې ده. د دوی په وینا اړتیا ده چې، ښاریان د تودخې په موخه له غیر معیاري سون توکو کار وانخلي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکي په دوه کاري شفتونو ( شپه او ورځ) کې په لوړ پوړیزو ودانیو او نورو لوګي تولیدونکو ځایونو کې د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او څرنګوالي څخه څارنې کوي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. دغه راز د یادو ناحیو د سیمه ییزو شورګانو استازو ژمنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به په دې برخه کې په ګډه کار کوي، ترڅو د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې کمښت رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د غونډې په پای کې د هوا د ککړتیا د زیانونو او مخنیوي په اړه یوه تمثیلي ټوټه هم نندارې ته وړاندې شوه چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېده