د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14066.jpg (1820 × 1024)

د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي او د ښاري پلانونو د پلي کېدو په اړه، د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، عالمانو او ځوانانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد خبرې وکړې او ویې ویل: د ښار مدیریت د ښاریانو په مرستو پورې تړلی دی او که چېرې ښاریان ښاري اصولو او مقرراتو ته پام وکړي، کابل ښاروالۍ به خپل ښاري پلانونه په ښه توګه پلي کړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین زي، د شپږمې ناحیې مرستیال قاري محمد قسیم ساپي، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د پنځمې ناحیې د ښاري خدمتونو مرستیال قاري حکمت الله حقمل هم خبرې وړکړې او د ښاري پلانونو په پلي کولو کې یې د ښاریانو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې، د هوا او چاپېریال له ککړتیا سره په مبارزه کې باید ټول خپل مسئولیت ادا کړو او له غیر معیاري سون توکو څخه ګټه پورته نه کړو. د دوی په خبره واوره باید په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړو ترڅو د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې شي.  دغه راز ویناوالو د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې، د سړک جوړونې او نورو ټولګټو پروژو په پلي کولو کې باید له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي. د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل